بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
k

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ د اقتصادي لاسنیوي په موخه ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په مرکز فیض آباد او ارګو ولسوالۍ کې پر ۴۵۹ کورنیو نږدې ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د یوې بې‌ طرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي څو د اړمنو او بېوزله هېوادوالو د ژوند د ښه والي او هوساینې لپاره اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۸
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

شنبه، ١٠ شوال ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٥٣٢١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۱۱
Background image

لوګر کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ١٠ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٢٦٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

BACK TO NEWS