افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه
دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه، چې د عمومي رٸيس له لوري ورسره اړیکه ونیول شوه او د مرستې لپاره یې نن خپل دفتر ته وروغوښت.
دغه کس څو کاله وړاندې په ترکیه کې د کار پر مهال خپل ښی لاس له لاسه ورکړی او دا مهال د کار کولو توان نه لري. د هغه په وینا، کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د سرې میاشتې دا مرسته به د دوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
په ورکړل شوې مرسته کې د ۱۵ زره افغانيو سربېره، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۰ کیلو وریجې، ۳۰ کیلو مکروني، ۱۰ کیلو نخود، ۸ کیلو بوره، ۲ کیلو چای، ۲ کیلو سویا، ۱۶ کیلو خرما، درې د روغتیا ساتنې او انساني کرامت بستې، یوه کمپله، دوه بوتله ظرفشوی او نور اړین توکي شامل وو.
ښاغلي دلاور د یاد شخص ستونزې له نږدې واورېدې او د راتلونکې لپاره یې د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ.
افغاني سره میاشت وایي هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو، معیوبینو او اړمنو کورنیو سره خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي.
