کاپیسا کې د غر ښوېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
ka

یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په شوخیو سیمه کې د غرښویېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته، چې د پېښې له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۴۰ زره افغانۍ د بېړني ملاتړ او بشري خواخوږي په موخه ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د یوې بې‌ طرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي؛ څو د پېښو او ناورینونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې مزایده ترسره شوه

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې په موخه د مزایدې ناسته ترسره شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS