افغاني سرې میاشتې له آى اېچ اېچ بنسټ سره د رضاکارانو د روزنې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۴
افغاني سرې میاشتې له آى اېچ اېچ بنسټ سره د رضاکارانو د روزنې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

شنبه، ۲۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د ترکیې د آی اېچ اېچ بنسټ له مشر سلیمان اېپلي او مل پلاوي سره ناسته وکړه.
په ناسته کې، چې د یاد بنسټ د پېښو پر وړاندې د مبارزې سیمه‌ییز مسؤول ګورکان الوتش هم پکې حضور درلود، د طبیعي پېښو پر مهال د رضاکارانو د روزنې د پیاوړتیا پر لارو چارو د بحث ترڅنګ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن وویل: د هېواد په کچه د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو کورنیو د ژغورنې، د لومړنیو مرستو د رسولو او د بېړنیو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې رضاکاران فعاله او اغېزمنه ونډه لري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د منظمو روزنیزو پروګرامونو پلي کول او د اړینو تخنیکي تجهیزاتو برابرول کولای شي د طبیعي پېښو پر مهال د ژغورنې او مرستو رسولو بهیر لا چټک او معیاري کړي. هغه په دې برخه کې د یاد بنسټ د تخنیکي او مسلکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ترکیې د آی اېچ اېچ بنسټ مشر او ورسره مل پلاوي ډاډ ورکړ، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به تر ۳۰ پورې رضاکارانو ته تخنیکي روزنه ورکړي.
پلاوي همداراز ژمنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو او د بشري مرستو د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه به له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS