د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات کې د مالي تګلارې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۵:۱۶
hr

چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري هرات ولایت کې د لویدیځ او سویل لویدیځ زونونو او اړوندو نمایندګیو ۱۷ تنو مالي مدیرانو ته د مالي تګلارې په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د مالي تګلارې، حساب ورکونې اصولو، شفافیت او د مالي مقرراتو د تطبیق اړوند نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
د یاد ورکشاپ موخه د مالي مدیرانو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د اداري چارو د معیاري کېدو پیاوړتیا وه، څو د ټولنې مالي چارې د ټاکلو تګلارو او مقرراتو په اساس پر مخ ولاړې شي.
افغاني سره میاشت د خپلو اداري او تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه په دوامداره توګه ښوونیز او روزنیز پروګرامونه تنظیموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS