روژه او انساني همدردي؛ ننګرهار کې پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۲۰ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه (۲۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د روژې په مبارکه میاشت کې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د انساني همدردۍ په موخه ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د راستنو شوو هېوادوالو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ژوند ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
