روژه او بشري خواخوږی؛ زابل کې ۳۶۴ اړمنو کورنیو سره ۳۴.۶ ټنه خوراکي مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۶:۳۲
za

دوشنبه، ۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت، میزان ولسوالۍ کې له ۳۶۴ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۳۴.۶ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۲ کیلو خُرما او ۱ کیلو شین چای شامل وو.
د دې مرستې موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو د خوراکي توکو اساسي اړتیاوې په منظم ډول پوره کول دي، څو هغوی وکولی شي له دې لارې خپلې ستونزې را کمې کړي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې له اړمنو او بېوزله کورنیو سره د هر اړخیزو بشري مرستو لړۍ په دوامداره توګه وساتي او د هغوی په ژوند کې آسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS