د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۶۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
د چهارشنبه د مرغومي په ۲۹مه د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۶۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، د پخلنځي توکي، یو روغتیایي کیټ او دوه ترپالونه ورکړل شول.


