کابل؛ د ترکیې او ایران پر پوله په واوره کې بند پاتې ۱۴ هېوادوال د درملنې لپاره روغتونونو ته ولېږدول شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۲۷
کابل؛ د ترکیې او ایران پر پوله په واوره کې بند پاتې ۱۴ هېوادوال د درملنې لپاره روغتونونو ته ولېږدول شول

چهارشنبه، ۱۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مرکزي روغتون کې د هغو ۱۴ تنو ناروغانو د روغتیايي وضعیت ليدنه وکړه، چې څو ورځې وړاندې د ایران او ترکیې سرحدي سیمه کې په واوره کې بند پاتې شوي وو.
ښاغلي دلاور د مرکزي روغتون، وزیر محمد اکبر خان او ځانګړو ځواکونو د روغتونونو له متخصصو روغتياپالانو سره تر لیدنې او مشورې وروسته اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه؛ څو د ناروغانو د وضعیت له مخې پنځه تنه په وزیر محمد اکبر خان، پنځه تنه د ځانګړو ځواکونو او پاتې ۴ تنه د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د اغېزمنې درملنې په پار بستر کړي. نوموړي همدا راز د سرې میاشتې روغتياپالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د نورو ناروغانو ترڅنګ د دغو هېوادوالو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی روغتيايي حالت له نږدې وڅاري.
د يادولو وړ ده، چې د عمومي رئيس د ځانګړي شفقت له مخې هر ناروغ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS