د افغاني سرې میاشتې د مرستیال په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په اړه ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۵۲
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په اړه ناسته ترسره شوه

دوشنبه، ۱۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په مشرۍ د مرکزي دفتر اړوندو ریاستونو او مستقلو آمریتونو له مسؤولینو سره د اداري پروسو د ساده کولو او د چارو پر وخت ترسره کېدو په موخه د هغمږۍ ناسته وشوه.
 ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال وویل، د اداري پروسو ساده کول د وخت د سپما، د کاري کیفیت د لوړېدو او د مراجعینو د رضایت لپاره مهم دي او ټینګار یې وکړ، چې د څانګو تر منځ باید له ځنډ او خنډ پرته اداري چارې د اصولو او د منظم سیستم له مخې پر مخ ولاړې شي.
دغه راز ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مسؤولینو وغوښتل، چې د چارو په ترسره کولو کې همغږۍ، چټکتیا او مسؤلیت ته جدي پاملرنه وکړي او هغه ستونزې، چې د کار پر بهیر اغېز لري، له مشرتابه سره شریکې کړي؛ څو پر وخت ورته اغېزمنې حل لارې ولټول شي.
د ناستې په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د څانګو تر منځ د چارو ساده کولو او اداري موخو د تحقق په برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS