د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د برخې مسئول
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۲
جنسیت: ذکور/ اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۴۵ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر : hr@0203
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۸/۲۲
۱۴۰۴/۱۱/۲۱
2026/10/Feb
د دندې تفصیل:
د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د برخې مسئول د افغاني سرې میاشتې د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د پروګرامونو په چوکاټ کې روغتیا ستنې ته د پاملرنې، ټولنې د بسیج، د چلند د بدلون او اړیکو ، ظرفیت لوړونې د فعالیتونو لپاره د پلان جوړونې، پلي کولو، څارنې او راپور ورکولو مسئول دی.
د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي مسؤول باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د دې برخې کړنلارې د ټولنې پر بنسټ له افغاني کلتور سره سم، ټولشموله، د جنسیت حساسیتونو، غورځنګ د شریکانو او افغاني سرې میاشتې ټولنې له ستراتیژیو، معیارونو او ملي لارښودونو سره سمون ولري.
دندې او مسئولیتونه:
د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د کیفیتي او کمیتي معلوماتو په راټولولو، بیاکتنه او تحلیل کې مرسته کول، په ځانګړي ډول د روغتیاساتنې اړوند کړنو، ټولنیز چلند او دودونو په برخه کې.
د د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د اړتیاوو ارزونو او سروې ګانو په برخه کې همکاري کول او خلکو ته د روغتیا ساتنې او تشناب ته د تلو پر مهال د پاکوالي رعایتولو په اړه مشورې ورکول.
د روغتیا ساتنې اړوند کړنو، لاسرسي، شمولیت، خوندیتوب او حساب ورکونې اړوند نیمګړتیاوې، خطرونه او خنډونه پېژندل.
زیانمنو شوو هېوادوالو او له خدمتونو بې برخې وګړو ته د اسانتیاوو برابرولو تګلاره جوړول، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشونو لپاره.
د سیمې د شرایطو، کلتور او سواد کچې په پام کې نیولو سره د حفظ الصحې د دودولو او چلند د بدلون طرحه جوړه او پلي کول.
د ابو رسونې، روغتیا، تغذیې او بېړني چمتووالي پر مهال د روغتیاساتنې اړوند فعالیتونو ته وده ورکول.
ډاډ ترلاسه کول چې عرضي موضوعات لکه جنسیت، خوندیتوب، د معلولیت شمولیت، د ټولنې ګډون، د پېښو د خطر کمښت په منظم ډول په پام کې نیول کېږي.
د اوبو، روغتیا ساتنې او چلند د بدلون برخې پورې اړوند مفهومي یادښتونو، پروپوزلونو، کاري پلانونو او بودیجې په جوړولو کې ونډه اخیستل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې او غورځنګ د کاري شریکانو د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي ستراتيژیو، معیارونو او ملي تګلارو سره همغږي یقیني کول.
له منظور شوو کاري پلانونو سره سم د روغتیاساتنې د ترویج او ټولنې د ګډون فعالیتونه طرحه، تنظیم او څارنه یې کول.
د مناسبې څارنې وسایل جوړول او کارول؛ څو د روغتیاساتنې د ترویج پایلې، لاسته راوړنې او چلند د بدلون شاخصونه وڅارل شي.
د فعالیتونو د څارنې، د دندې پر مهال د ملاتړ برابرولو او پیغامونو د کیفیت او یووالي د تضمین لپاره منظمې سیمه ییزې لیدنې ترسره کول.
په ټولنه کې د جوړښتونو او اغېزمن فعالیت ملاتړ کول لکه د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د کمېټې او د روغتیاساتنې له مرکزي مسؤولینو سره اړیکه.
د نظرونو، شکایتونو او ټولنې د خبرو اترو میکانیزمونو له لارې د اغېزمنو شویو خلکو پر وړاندې د حساب ورکولو تضمین کول.
د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي له تخنیکي کارکوونکو سره نږدې همکاري کول؛ څو د فزیکي او غیر فزیکي برخو ترمنځ همغږي یقیني شي.
له روغتیايي ټیمونو، رضاکارانو او د افغاني سرې میاشتې له نورو څانګو سره اغېزمنه همکاري کول.
د دندې او سپارښتنې له مخې د غورځنګ له غړو ، سره صلیب، آی ایف ار سي او کاري شریکانو سره د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي په اړه همغږي کول.
د سرپرست په توګه د ټاکل کېدو پر مهال د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي په اړه د همغږۍ په غونډو او ورکشاپونو کې ګډون کول.
د افغاني سرې میاشتې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي او ټولنې د بسیج کوونکو او رضاکارانو د روزنیزو اړتیاوو ارزونه ترسره کول، په ځانګړي توګه د حفظ الصحې د ترویج او ټولنې د ښکېلتیا په برخه کې.
کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د سیمه ییزو سفرونو پر مهال لارښوونې او مشورې ورکول.
ټولنه کې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي اړوند کړنو د مدیریت او ترویج په برخه کې روغتیايي کارکوونکو، مشرانو او رضاکارانو ته روزنه ورکول.
د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو کیفي راپورونو په چمتو کولو کې ونډه اخیستل، په ځانګړي ډول د فعالیتونو د پایلو، ننګونو او زده کړو په برخه کې.
د حفظ الصحې د ترویج او چلند د بدلون اړوند د ښو کړنو، بریالیو کیسو او ټولنې نظریات مستند کول.
د افغاني سرې میاشتې او کاري شریکانو له غوښتنو سره سم پر وخت او کره راپور ورکول.
د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د چلند او بدلون د برخې مسئول مکلف دی؛ څو د افغانی سری میاشتی تګلارې، د غورځنګ د چلند اصول، او د ساتنې معیارونه تعقیب کړي، د جنسي استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په شمول، د ماشوم ساتنې او اغېزمنو شویو خلکو ته د حساب ورکونې اصول رعایت کړي.
د دندې شرایط:
د عامې روغتیا، چاپېریالي روغتیا، ټولنیزو علومو، د ټولنې پراختیا، حفظ الصحې د ترویج یا اړونده څانګه کې د پوهنتون سند درلودل.
د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالی، حفظ الصحې د ترویج او ټولنې د ښکېلتیا برخه کې لږ تر لږه له ۳ تر ۵ کلونو تجربه درلودل.
په بشري یا بېړنیو شرایطو کې تجربه ( په افغانستان یا ورته شرایطو کې تجربه امتیاز ګڼل کېږي).
د حفظ الصحې د ترویج، چلند د بدلون، اړیکو او ټولنې محوره تګلارو په برخه کې ژوره پوهه درلودل.
د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د لارښودونو د پېژندلو وړتیا درلودل.
د کارکوونکو، رضاکارانو او ټولنې د غړو د روزنې او ظرفیت لوړونې برخه کې تجربه لرل.
له ټولنې، رضاکارانو، دولتي ادارو او کاري شریکانو سره د اغېزمن کار وړتیا درلودل.
د راپور لیکنې، مستند جوړونې او تحلیل قوي مهارتونه درلودل.
په انګلیسي ژبه مهارت درلودل، په محلي ژبو پوهه امتیاز دی.
د اړیکو پیاوړې مهارتونه درلودل.
د ټیم په بڼه او څو کلتوري چاپېریال کې د کار وړتیا درلودل.
کلتوري حساسیت، حوصله او دیپلوماتیک چلند.
د ستونزو د حل او حل لارو د موندلو وړتیا لرل.
د افغاني سرې میاشتې او نړیوال غورځنګ بشري اصولو ته ژمنتیا.
د فشار لاندې او پېچلو بشري شرایطو کې د کار وړتیا درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.