کندهار کې ۲۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۲۱:۶
کندهار کې ۲۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

کندهار ولایت کې نن د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو ته له پاکستان هېواد څخه راغلې خوراکي او د نړیوال فدراسیون چمتو کړې ژمنۍ مرسته وویشل شوه.

په خوراکي توکو کې ۱۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۲ کیلو بوره او ۱.۸ لیتره غوړي شامل دي او په ژمنۍ مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۴ جوړې جرابې، ۴ د ماشومانو کوټونه، ۲ د لویانو کوټونه، یو ښځینه ټیکری، یو د سړیو پټو، ۲ دوې جوړې د لویانو بوټونه او۴ جوړې د ماشومانو دستکشې شاملې دي.

 

کندهار کې ۲۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

 

کندهار کې ۲۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS