افغاني سرې میاشتې هلمند کې ۹۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۲۰:۲۸
افغاني سرې میاشتې هلمند کې ۹۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

د هلمند ولایت په بابا جي، لوی مانده، سپین مسجد مانده، ناد علی، ناقل اباد او چانجیر سیمو کې له ۹۰ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې ۶ کمپلې، ۱ ترپال، ۲ د اوبو شل لیتره ډبې او د پخلي لوښي شامل دي. د پخلي په لوښو کې ۳ دیګونه، ۷ کاسې، ۷ د مستو کاشوغې، ۲ د پخلي کاشوغې، ۷ د اوبو ګیلاسونه او یوه چاړه شامل دي.

پر دې سربېره د هلمند ولایت د حوادثو ریاست هم له افغاني سرې میاشتې سره یوځای یادو سیلاب ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

 

افغاني سرې میاشتې هلمند کې ۹۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

 

افغاني سرې میاشتې هلمند کې ۹۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS