پروان کې د واورې ورښتونو له امله ۱۳ زيانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ پر ۱۳ کورنیو، چې د واورې د ورښت له امله زیانمنې شوې وې؛ یو سل و نهه څلوېښت زره او پنځه سوه (۱۴۹،۵۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۱،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته له یادو زیانمنو شوو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري خواخوږۍ په موخه وشوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه، تل هڅه کوي چې د پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
