نورستان؛ پر ۴۷۰ اړمنو کورنیو د ۱۰ ټنو په اندازه خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۰
نورستان؛ پر ۴۷۰ اړمنو کورنیو د ۱۰ ټنو په اندازه خوراکي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په دو آب ولسوالۍ کې پر ۴۷۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰.۳۴۰ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۲۲ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، غوړي، بوره، مکروني، تور چای، رُب او نخود شامل وو.
تمه ده، چې دغه مرسته د یادو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د رواني ناروغانو د ساتنې مرکز ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ارزونه وکړه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۶:۵۱
Background image

نورستان؛ برګمټال کې څه باندې ۶ زره د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ، د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ کې د جګړو له امله څه باندې ۶ زره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

بامیان؛ ۱۱ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۱ سېلاب ځپلې کورنۍ، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، د غیر خوراکي توکو له. . .

BACK TO NEWS