د افغاني سرې میاشتې عمومي رئيس د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک له مشر سره د راستنو شوو کورنیو پر ملاتړ خبرې وکړې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۶:۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئيس د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک له مشر سره د راستنو شوو کورنیو پر ملاتړ خبرې وکړې

سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک برخې له مشر ښاغلي الکساندر متیو او له مل پلاوی سره وکتل.
 کتنه کې اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته د مرستو راجلبولو په اړه د بحث سربېره ښاغلي دلاور د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو سره د ترسره شوو خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت او عدالت مستحقو کورنیو ته رسول شوې دي.
دغه راز عمومي رئیس د راستنو شوو کډوالو د دوامداره لاسنیوي او د هغوی د ځان بسیاینې په موخه د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه او د هغوی ملاتړ یې د ټولو ګډ مسؤولیت وباله. 
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک برخې مسؤول د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې  د دې ادارې له لارې به راستنو شوو او اړمنو کورنيو سره پراخې مرستې ترسره کړو.
نوموړي زیاته کړه، چې راستنو شوو کډوالو او اړمنو کورنیو ته د مرستو جلبولو په موخه به د افغاني سرې مياشتې مشرتابه ته بهرنیو هېوادونو کې د مرستندویه بنسټونو له مسئوولینو سره د لیدنو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS