د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۴۸
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

کابل- یکشنبه، ۱۴ رجب ۱۴۴۷ 
افغاني سرې میاشتې په مرکزي مرستون کې  د ژمي په درشل کې د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه پر هغو ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشله، چې اوسمهال د کابل ولایت په بېلابېلو ناحیو کې مېشتې دي.
د مرستې د وېش غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د مرکزي دفتر د بېلابېلو څانګو رئیسانو، د مقام سلاکارانو، د شمال لویدیځ مرکزي او سویل ختیځ زونونو مسئولینو ګډون درلود.
 په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، هېواد ته د راستنو شوو کډوالو کورنیو په راتلو خوښي وښوده او د هغوی بېرته راتګ یې د هېواد د پرمختګ، ثبات او آبادۍ لپاره مهم وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې له راستنو شوو کورنیو سره دا مرسته نه لومړنۍ او نه هم وروستۍ ده، بلکې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د راستنو شوو کډوالو د اړتیاوو پوره کېدو او ځان بسیاینې لپاره لا ډېرې بشري مرستې ترسره کړي.
وېشل شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابې، پړوني، کمپلې او ځینې نور اړین توکي شامل و.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې له پلان سره سم په غزني او لوګر ولایتونو کې راستنو شوو کډوالو کورنیو سره مرستې ترسره کړي، چې نږدې راتلونکي به په نورو ولایتونو کې هم کډوالو سره بشري مرستې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS