خوست؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۲:۵۷
خوست؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه

شنبه، ۱۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، خوست ولایت ته د سفر پر مهال د افغاني سرې میاشتې له بېلابېلو ملکیتونو د لیدنې ترڅنګ د ګودامونو له عمومي وضعیت څخه هم لیدنه وکړه.
ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له ملکیتونو څخه د اغېزمنې او منظمې ګټې اخیستنې په اړه مسؤولینو ته لارښوونې وکړې، ترڅو د دې ملکیتونو څخه په غوره استفادې سره د افغاني سرې میاشتې په عوایدو کې لوړوالی رامنځته شي.
نوموړي دغه راز د ګودامونو په چارو کې د نظم او د توکو د ښه مدیریت ترڅنګ خپلې لازمې سپارښتنې هم وړاندې کړې.
ښاغلي دلاور ټینګار وکړ، چې د افغاني سرې میاشتې مسؤولین او کارکوونکي باید د دې ټولنې د اهدافو او کړنو د پر مخ وړلو لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS