د افغاني سرې میاشتې په کوربتوب د پېنګ پانګ درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۲:۳۴
د افغاني سرې میاشتې په کوربتوب د پېنګ پانګ درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

شنبه، ۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کوربتوب د اولمپیک او بدني روزنې په جمنازیم کې د پېنګ پانګ د ۱۴م پړاو درې ورځنيو  سیاليو د اتلو لوبغاړو د ستاینې او هڅونې په موخه یاد جمنازیم کې د اولمپیک او بدني روزنې عمومي رئیس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ احمد جان، د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، رضاکارانو رئیس ښاغلي عارف‌ الله منصور، د سرې میاشتې د مقام سلاکارانو، سپورت او بدني روزنې د آمر او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې غونډه ترسر شوه.
غونډه کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال وویل، چې افغاني سره میاشت د بشري مرستو ترڅنګ د ځوانانو د سالمو فعالیتونو او ورزشي پروګرامونو ملاتړ هم خپل مسؤلیت بولي. نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورورولۍ او سالم رقابت د پیاوړتیا سربېره د فزیکي او روحي روغتیا په وده کې مهم رول لري. هغه د سیالۍ له ګډونوالو وغوښتل؛ څو تل سپورتي اخلاقو ته ژمن پاتې شي او د هېواد د نوم روښانولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ورپسې د اولمپیک او بدني روزنې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ مننه وکړه چې د یادو سیاليو کوربتوب یې کړی دی، هغه سپورت د ټولنې د یووالي، سالم فکر او مثبت بدلون مهمه وسیله یاده کړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د هېواد په کچه به ورزشي فعالیتونه لا پراخ شي.
ښاغلي وثیق د پېنګ پانګ د سیالیو اتلو لوبغاړو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د بدني روزنې او سپورت اداره به د ورزشکارانو د ملاتړ او ودې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS