د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د چین له سفیر څخه د لس میلیونو چینایي ین په ارزښت د روغتیایي توکو مرسته ترلاسه کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۳۰ - ۱۹:۵۷
سفیر کشور چین به ارزش ۱۰ ملیون ین چنایی مساعدت صلیب سرخ چین را به رییس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی تسلیم نمود!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۳۰مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې د چین له سفیر سره لیدنه ترسره کړه او د چین د سره صلیب له لوري د لس میلیونه چینایي ین په ارزښت ۳۳ قلمه روغتیایي اجناس د چین د سفیر ښاغلي وانګ یو له لوري افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شول.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د چین د سور صلیب له یادې مرستې د مننې په ترڅ کې وویل، چې چین او افغانستان تل دوستانه اړیکې لري او دوی هیله من دي، چې د چین حکومت او سور صلیب له افغاني سرې میاشتې سره تل بشري مرستې وکړي. نوموړي وویل دی تمه لري، چې د چین حکومت او سور صلیب له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ په افغانستان کې وګړو ته د کار د پیدا کولو په برخه کې پانګونه وکړي او اقتصادي پروژې پلې کړي؛ ترڅو د افغانانو بېوزلي له دې لارې پای ومومي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل دوی هیله لري، چې چین له افغانانو سره داسې مرستې وکړي، چې دا ملت د تل لپاره په پښو ودرېږي. نوموړي وویل، چې د چین روغتیایي او بشري مرستې دوی ته ډېر اهمیت لري، ځکه همدا بشري مرستې د چین او افغانستان ولسونه یو او بل ته نېږدې کولی شي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د چین سفیر ښاغلي وانګ یو ته وویل، چې که چین په افغانستان کې هر ډول بشرپال خدمتونه ترسره کوي، نو افغاني سره میاشت چمتو ده، چې په دې برخه کې له دوی سره ګډ کار وکړي. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت به د چین له لوري ټولې شوې مرستې په پوره شفافیت تر اړمنو وګړو ورسوي.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو وویل، چې دوی د افغانانو ستونزې حس کوي او له افغانانو سره همدردي لري. نوموړي وویل، چې دوی د چین د ولسمشر شي جینپینګ په غوښتنه له افغانانو سره خپلې مرستې پیل کړي او په راتلونکي کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي وانګ یو وویل، چې چين ژمن دی، چې له افغانانو سره به دوامدارې مرستې کوي او د افغانستان اقتصاد او سوداګرۍ ته به وده ورکوي. د نوموړي په وینا د چین سور صلیب به له افغاني سرې میاشتې سره د ګډ کار او مرستو کولو لپاره له پخوا ډېر لاس په کار شي.

د دواړو مشرانو له لیدنې وروسته د چین د سفیر ښاغلي وانګ یو له لوري یاد ۳۳ قلمه روغتیایي اجناس د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته له دواړو لوریو د یو سند په لاسلیک کولو وسپارل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS