بلخ کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۸:۱۴
nbhgty

دوشنبه، ۱۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د اقتصادي لاسنیوي په موخه ۱۱.۵۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۶.۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، مکروني، شین چای، رُب او بیسکټ په کې شامل وو.
دا خوراکي مرسته به د زلزله‌ ځپلو کورنیو د لنډمهاله خوړو اړتیاوې تر ډېره پوره کړي او د ژوند د بیا منظمېدو په بهیر کې به عملي او مهم اغېز ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۹:۴۰
Background image

کندهار کې ۷۰۰ اړمنو کورنيو ته ۱۷.۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو له ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۶:۵۷
Background image

هرات؛ عمومي رئیس د لویدیځ زون رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې د مرکز ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یو پلاوي په ملتیا هرات کې د لویدیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د هرات په روزنک بندر کې د ترکیې ۱۲۷۱ ټنه را استول شوې بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

چهارشنبه، ۱۹ جمادي الآخره ۱۴۴۷
د هرات ولایت په روزنک بندر کې د ترکيې سرې مياشتې، افاد او IHH بنسټونو له لوري را استول شوې ۱۲۷۱ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۲مه جوپه بشري مرسته، د. . .

BACK TO NEWS