د پاکستان خیریه بنسټونو له افغاني سرې میاشتې سره ۴۵ ټنه خوراکي مرسته وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۲:۵۷
د پاکستان خیریه بنسټونو له افغاني سرې میاشتې سره ۴۵ ټنه خوراکي مرسته وکړه!

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۳مه نېټه چې له ۱۴۴۳/۵/۱۰ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ د پاکستان هېواد پاک افغان خیریه بنسټ او خديجه موسسې له لوري د ۴۵ ټنه خوراکي توکو مرسته د افغاني سرې میاشتې مسوولینو ته په تورخم پوله وسپارل شوه.

یاده مرسته د پاک افغان خیریه بنسټ او خدیجه موسسې له لوري په تورخم کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د داخلي تفتيش رییس مولوي محمد نسيم احمدي، د ختيځې حوزې ساحوي رییس مولوي حفیظ الدین قمري، د لوژستيک رييس محمد عارف هدایت او د سرې مياشتې ویاند نوراغا صاحب زاده له لوري د تورخم په دروازه کې تسلیم شوه. په یادو توکو کې ۳ ټنه بوره او ۴۲ ټنه اوړه  شامل دي.

یاده مرسته پاکستان هېواد ته د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص د سفر په ترڅ کې هلته له خیریه بنسټونو سره د ګڼو لیدنو له مخې ترلاسه شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۱۱
Background image

ننګرهار؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۸۷۲۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

BACK TO NEWS