په افغاني سرې میاشت کې خالي بستونو ته پینځمه ازموینه واخیستل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۹:۰
دور پنجم امتحان بست های خالی جمعیت هلال احمر افغانی اخذ گردید!

د سرې میاشتې د عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د لارښوونې پر بنسټ نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د سرې میاشتې اړوند د خالي بستونو لپاره له نوماندانو او هغو پخوانیو کارکوونکو تحریري او تقریري ازموینه د ټاکل شوي کمیسیون له لوري واخیستل شوه، چې غواړي خپل اوسني بستونه تبدیل کړي او یا په سره میاشت کې دنده وکړي.

په ټاکل شوي کمیسیون کې په ملاتړیزو چارو کې د جنرال سکرتر مرستیال محمد طیب یوسفزي، د کورنۍ پلټنې رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د بشري سرچینو رییس محترم نورالحق یوسفي، د سرې میاشتې د مطبوعاتو امر او ویاند نور اغا صاحبزاده او د بشري سرچینو د ریاست اجرایوي مدیر محمد راوید اعظمي ګډون درلود.

یاده ازموینه چې د خپرونو او اطلاعاتو د ریاست په تالار کې واخیستل شوه؛ په کې ۲۸ تنو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS