په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱۹
په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ جمادی الأخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سیمه‌ ییزو زونونو او د ولایتي نماینده ګیو د نشراتو مدیرانو لپاره په بېړنیو حالاتو کې د خبر لیکنې او ویډیو اخیستنې په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته ټینګار وکړ، چې د نشراتو مديران باید د بېړنیو حالاتو پر مهال د معلوماتو راټولول، تنظیم او خپرول په مسلکي توګه ترسره کړي، څو د ادارې فعالیتونه د خلکو او اړوندو بنسټونو ترمنځ په روښانه او اغېزمن ډول منعکس شي.
همدارنګه د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د رسنیو له لارې د دقیقو او باوري راپورونو خپرول د سرې میاشتې له مهمو مسؤولیتونو څخه وبلل. هغه وویل، چې د ولایتونو د نشراتو مدیران باید د بېړنیو حالاتو د پوښښ پر مهال د خوندیتوب اصول، مسلکي معیارونه او لازمه همغږي مراعت کړي، ځکه د سمو معلوماتو خپرول د خلکو د باور د لوړولو او د مرستو د همغږۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د یادونې وړ ده چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د خبر لیکنې، انځور اخیستنې، ویډیو ثبتولو او د بېړني وضعیت د پوښښ اړوند مهمو برخو په اړه هر اړخیز او مسلکي معلومات ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

غزني؛ له ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په غزني ولایت کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه پنځلس میلیونه (۱۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ جمادی الأخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سیمه‌ ییزو زونونو او د ولایتي نماینده ګیو د نشراتو مدیرانو لپاره په بېړنیو حالاتو کې د خبر لیکنې او ویډیو اخیستنې په اړه دوه ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۵
Background image

ارزګان؛ څه باندې ٦٥٠٠ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ٢ جمادى الثاني ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦١١٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS