د کابل منتخب ټیم لپاره د پنګ بانک ۱۲ پړاویزې سيالۍ پای ته ورسیدې!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۷:۱۵
دوازدهمین دور مسابقات پنک پانک تیم منتخب کابل به پایان رسید !

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د ليندۍ پر ۶مه نېټه د کابل منتخب ټيم لپاره ۱۲ پړاویزې پنګ پانګ سیالۍ چې ټولټال ۷ ټيمونو او ۴۰ تنو لوبغاړو په کې ګډون درلود د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې اړوند په جوړ شوي محفل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس الحاج مولوي مطیع الحق خالص، د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې رییس انجينر نظر محمد مطمین او د سپورت او بدني روزنې یو شمېر مينه والو ګډون کړی و.

د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د المپيک ملي کمېټې رییس او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې تولنې د ورزشکارانو له غوره کارکردګۍ ستاینه وکړه او دوی یې په راتلونکي کې منظم او دوامداره ورزش ته وهڅول. نوموړي وویل، چې ورزش د صحت او سلامتۍ ضامن دی او سلیم عقل په سالم وجود کې وي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې رییس انجينر نظر محمد مطمین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دولسم پړاو سیالیو په برابرولو کې یې هر اړخیزه مرسته ترسره کړې ده. نوموړي همدا راز په ټولو ورزشکارانو غږ وکړ ترڅو له ځان سره یوځای نور ځوانان هم ورزش ته وهڅوي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د واليبال، فوټبال او تکواندو ټیمونو له لوري نمایش وړاندې شو او د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته د ستاینليکونو په ورکولو پروګرام د اتلولۍ د کپونو په وېش پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۳۰
Background image

کابل؛ د بشري اړتیاوو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په اړه د افغاني سرې میاشتې دېپلوماتیکه ناسته وشوه

چهارشنبه، ۳ ربیع ‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بهرنیو هېوادونو د استازو، نړیوالو بشري ادارو او کاري شریکانو په ګډون، د افغانستان د بشري وضعیت، د افغاني سرې میاشتې د بشري او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۱۸
Background image

کندهار؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د نغدي مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

دغه مرسته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۰
Background image

بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

سې شنبه، ۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د ولایتي څانګې په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد په برخه کې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

BACK TO NEWS