کندز کې د څه باندې ۱۴۵۰۰ تنو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
يکشنبه، ١٨ جمادى الأولى ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کندز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٨٨٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٨٠٨٦ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
