کونړ کې له ۷۵۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۵۲
کونړ کې له ۷۵۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ۷۵۰ وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۸،۷۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ياده نغدي مرسته به بزګرانو ته د مالي ملاتړ ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو د کچې په لوړوالي او د خوړو خونديتوب برخه کې اغېزمن رول ولري.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۵۰۰ اغېزمنو شوو کورنیو اووه دېرش نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS