د مرکز او سيمه ييزو زونونو يو شمېر کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز ورکشاپ پيل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۳
د مرکز او سيمه ييزو زونونو يو شمېر کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز ورکشاپ پيل شو

دوشنبه، ۵ جمادى الأولی ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د آی سي آر سي په مالي ملاتړ د مرکز او سیمه‌ ییزو زونونو یو شمېر کارکوونکو ته د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال غورځنګ د پېژندنې په موخه درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
 د ورکشاپ په پرانیسته کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د ورکشاپ د ارزښت او موخو په اړه  معلومات وړاندې کړل او دا ډول ښوونیز پروګرامونه یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې او د سرو میاشتو او سروصلیبونو نړیوال غورځنګ د موخو او فعالیتونو د لا ښه درک لپاره مهم وبلل او دې برخه کې یې د آی سي آر سي د مالي ملاتړ مننه وکړه.
ورپسې د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي دکتور عبدالعلیم احمدزي  په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغاني سرې میاشتې مرکزي او سیمه ییز کارکوونکي باید په ټولنه کې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال غورځنګ د بشرپالو فعالیتونو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې ملي ټولنې له بشري کړنو خلک خبر کړي، څو بشرپال فعالیتونه لا پراخ او اغېزمن شي.
یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال غورځنګ د پېژندنې، تاریخچې، نښانونو او فعاليتونو په اړه لازم معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS