لغمان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۶:۳۷
لغمان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۲۱ قلمه غیر خوراکي توکي، چې یوه خېمه، پنځه کمپلې، دېګ بخار، جګ، ګیلاسونه، د اوبو ترموز، کاسې، پیالې، چای جوش، چاینک، صابون، دوه بیکونه، پلاستیکي فرش، څراغ او دوه د اوبو بوشکې او نور د اړتيا وړ توکي په کې شامل وو؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

BACK TO NEWS