کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۱۱
پنجشنبه، ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷ د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۵۰ زیانمنو شوو کورنیو سره ۹ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته یوه خېمه، پنځه کمپلې، یو د پخلنځي توکو سیټ، یو پلاستیکي فرش، یو د اوبو ترموز، یوه جارو، یو صابون، یو څراغ او دوه د اوبو بوشکې ورکړل شوې. دمرستې د وېشلو پر مهال، د افغاني سرې میاشتې د ختیځ زون رئیس ښاغلي مولوي قمرګل نصرت، د کونړ نمایندګۍ رئیس ښاغ

پنجشنبه، ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۵۰ زیانمنو شوو کورنیو سره ۹ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته یوه خېمه، پنځه کمپلې، یو د پخلنځي توکو سیټ، یو پلاستیکي فرش، یو د اوبو ترموز، یوه جارو، یو صابون، یو څراغ او دوه د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
دمرستې د وېشلو پر مهال، د افغاني سرې میاشتې د ختیځ زون رئیس ښاغلي مولوي قمرګل نصرت، د کونړ نمایندګۍ رئیس ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت او د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز استازو ګډون درلود.
د یادې مرستې موخه، د هغو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي، چې د وروستۍ زلزلې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS