سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۰:۴۷
سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

دوشنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ۲۰ ټنه د غیر خوراکي توکو مرسته په افغانستان کې د یاد دفتر د مرستیالې آغلې پامیلا ستاتا کیس او سلاکار احمد سلیم له لوري کابل نړیوال هوایې ډکر کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست رئیس ښاغلي محمد صالح اخندزاده ته وسپارل شوه.
د افغاني سرې میاشتې د پېښو څانګې رئیس ښاغلي اخندزاده د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر له همدردۍ او بشري مرستې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې مرسته به یې په بشپړ شفافیت د کونړ تر زلزله ځپلو ورسول شي.
ورپسې آغلې کیس په خپلو څرګندونو کې وویل چې هڅه کوي، څو په افغانستان کې د هر ډول طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنو شوو وګړو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي، نوموړې ژمنه وکړه، چې د کونړ زلزله ځپلو د لاسنيوي او هوساینې لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې نننۍ مرسته کې ۳۱۰ خیمې او ۳۰۰ بستې ژمنۍ البسې شاملې وې، چې ډېر ژر به کونړ کې پر زلزله ځپلو کورنیو  ووېشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۵۸
Background image

لوګر کې زرګونو بېوزلو هېوادوالو ته روغتيايي اسانتیاوې برابرې شوې دي

سې شنبه، ۱۶ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٠٦٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۰:۴۷
Background image

سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

دوشنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ۲۰ ټنه د غیر خوراکي توکو مرسته په افغانستان کې د یاد دفتر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۸:۴۹
Background image

فاریاب کې پر بې سرپرسته کورنيو د خیاطۍ او ګلدوزۍ توکي ووېشل شول

دوشنبه،  ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په فاریاب ولایت کې پر ۲۲۰  هغو کورنيو چې د امرار معیشت پروژې تر چتر لاندې د لاسي صنایعو (خیاطۍ او ګلدوزۍ) په برخو کې زده کړې. . .

BACK TO NEWS