چین سره صلیب؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٢٠٠زره امريکايي ډالر مرسته وکړه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۶/۱۴ - ۱۵:۲۷
چین سره صلیب؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٢٠٠زره امريکايي ډالر مرسته وکړه

جمعه، ۱۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د چین سره صلیب له لوري د کونړ زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه  ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو نغدي مرسته، په کابل کې د یاد هېواد د شارژدافیر ښاغلي باو شوخوی په لاس د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته د یوې رسنیزې ناستې پرمهال وسپارل شوه.
ښاغلي دلاور د چین له دوامدارو بشردوستانه مرستو مننه وکړه، نننۍ نغدي مرسته یې د کونړ زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې اغېزمن وګڼله او د ورته مرستو د لا زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي شوخوی ډاډ څرګند کړ، چې هېواد یې هوډ لرې، څو د زلزله ځپلو افغانانو لپاره نږدې راتلونکي کې نورې بشري مرستې هم برابرې او افغان ولس سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
همدا راز ، په یوه جلا ناسته کې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې د چین له شارژدافیر سره د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو د پراختیا پر هڅو هم خبرې وکړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې د همکارۍ او همغږۍ کچې د لوړولو هیله څرګنده کړه.
 ښاغلي شوخوی د پېښې قربانیانو په غم کې خپل ځان شریک وباله، د افغان ولس لپاره یې د تسلیت پیغام وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې د چین سور صلیب او  خلک به یې  د زلزله ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS