د کونړ زلزله؛ ملک سلمان د بشري مرستو مرکز ۲۱۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۷:۲۲
د کونړ زلزله؛ ملک سلمان د بشري مرستو مرکز ۲۱۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
کونړ ولایت کې د مرګونې زلزلې زیانمنو سره د مرستې په موخه د سعودي عربستان د ملک سلمان بشري مرستو مرکز له لوري په کابل کې د یاد هېواد د سفير ښاغلي فیصل بن طلق البقمي په شتون کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور ته مرکزي دفتر کې د څه باندې ۲۱۰ ټنه  خوراکي توکو مرسته، چې ۳ زره بستې کېږي، افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه. په هره خوراکي بسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو غوړي او ۵.۵ کیلو بوره شامله وه.
د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز مننه وکړه، چې تل یې په ستونزمنو حالاتو کې افغان ولس ته د مرستې لاس ورکړی او موږ د دوی له دوامداره ملاتړ او همکارۍ څخه منندوی یو. نوموړي یاده مرسته د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو برخه کې مهمه یاده کړه او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې وکړه.
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر د زلزلې له قربانیانو سره په غم کې ځان شریک وباله او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شوو افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د هغوی د ملاتړ لپاره به لا ډېرې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پنجشير؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ٢٨ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پنجشير ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٦٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS