ننګرهار؛ پر راستنو شوو کډوالو درې نیم میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۹:۳۴
ننګرهار؛ پر راستنو شوو کډوالو درې نیم میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې پر ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۳۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
راستنېدونکي کډوال، چې ډېری یې د استوګنې، بې‌کارۍ او د ژوند د لومړنيو اړتياوو پوره کولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي، له دې نقدي مرستې سره کولای شي لږ تر لږه خپلې بېړنۍ اړتياوې پوره او تر يو حده اقتصادي ستونزې حل کړي.
 افغاني سره میاشت د راستنو شوو کډوالو لاسنيوي ته بشپړه ژمنتيا لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کاپیسا کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې د ببر خواجه کلي هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

BACK TO NEWS