د ستراتیژیک پلان جوړېدو نوبتي ناسته؛ له تېرو ناستو د ترلاسه شوو معلوماتو اروزنه او پر نویو معلوماتو بحثونه وشول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۳
د ستراتیژیک پلان جوړېدو نوبتي ناسته؛ له تېرو ناستو د ترلاسه شوو معلوماتو اروزنه او پر نویو معلوماتو بحثونه وشول

دوشنبه، ۲۴ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دې خیریه ملي ټولنې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام، د پلان او پالیسۍ مرستیال حافظ عزت الله امین، سلاکارانو، د مرکز ریاست بېلابېلو رئیسانو، مستقلو آمرینو او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د استازو په شتون کې بیا ځلې د ستراتیژیک پلان په اړه د تېرو ناستو د معلوماتو د ارزونې تر څنګ د راتلونکي لپاره د یو اغېزمن او ځواب ویونکي ستراتیژیک پلان جوړولو په هکله ناسته وشوه.
د ناستې پیل کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د تېرو ناستو په ترڅ کې د بېلابېلو ریاستونو او مستقلو آمریتونو له مسؤلینو څخه د ستراتیژیک پلان په اړه د غوښتل شوو معلوماتو او نظریاتو له شریکولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسؤلینو د غوښتل شوو معلوماتو سربېره نور مهم او ارزښتناک معلومات هم شریک کړل.
داراز مولوي روح الله عبدالسلام ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې باید د پلان سره سم مخته لاړ شو، څو وکولی شو یو اغېزمن، ځواب ویونکی او راتلونکي ته متوجه ستراتیژیک پلان ترتیب کړو.
د یادولو ده چې ناسته کې د وړاندې شوو معلوماتو د تحلیل، ارزونې او نویو معلوماتو د شریکولو په اړه مفصل بحثونه وشول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا کې پر خوارځواکه میندو او ماشومانو څه له پاسه ۳ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

دوشنبه، ۲۴ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په چهاربران ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ خوارځواکه میندو او ماشومانو په ټولیز ډول درې میلیونه او درې سوه زره (۳،۳۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

سره میاشت؛ له ۳۶ نوماندانو آزموينه واخیستل شوه

دوشنبه، ۲۴ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند مالي رياست لپاره د ناروې سره صليب د پروژو مالي او اداري مرستيال خالي بست لپاره له ۳۶ نوماندانو په مرکزي دفتر کې آزموينه واخیستل شوه؛ چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

د ستراتیژیک پلان جوړېدو نوبتي ناسته؛ له تېرو ناستو د ترلاسه شوو معلوماتو اروزنه او پر نویو معلوماتو بحثونه وشول

دوشنبه، ۲۴ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دې خیریه ملي ټولنې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام، د پلان او پالیسۍ مرستیال حافظ عزت الله امین،. . .

BACK TO NEWS