لوګر؛ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۲۳
لوګر؛ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷
لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو له ډلې د مرکز او محمد اغې ولسوالۍ اړوند ۹۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لاس د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې زیانمنو کورنیو ته د خواخوږۍ، صبر او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت تل د زیانمنو او اړمنو هېوادوالو تر څنګ ولاړه ده او په ټول توان هڅه کوو؛ څو په وخت د پېښځپلو لاسنیوی او ستونزو ته رسېدنه وکړو.
د یادونې وړ ده چې په وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۹ قلمه خوراکي، ۱۳ قلمه غیر خوراکي او ۱۳ قلمه روغتیایي توکو سربېره یوه اندازه نغدې پيسې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۴
Background image

افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه، ۲۶صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په لندن کې د افغان اید مؤسسې له مسئول ښاغلي کریستوفر ویلیام، په افغانستان کې د افغان اید له رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۲
Background image

کابل؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه زره (۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ. . .

BACK TO NEWS