مرکزي مرستون کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو ۲۶۷ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۲۱
مرکزي مرستون کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو ۲۶۷ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه

کابل – یکشنبه، ۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ هـ ق  
د افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون په انګړ کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۲۶۷ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.  

د مرستې د وېش پر مهال د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سيد احمد بهرمند د اړمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو پر لاسنيوي او ملاتړ ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د نغدي مرستو د وېش په دې پروګرام کې بشپړ شفافیت او عدالت په پام کې نیول شوی، نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت په ټول توان هڅه کوي، څو د اړمنو او بې وسه کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

هېره دې نه وي، چې په یاده نغدي مرسته کې د ګڼ نفوس لرونکو کورنیو ته ۵۰۰۰، د منځني نفوس لرونکو ته ۴۰۰۰ او د کم نفوس لرونکو کورنیو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او له دې وروسته به هم هره میاشت یاده مرسته د بانکي حساب له لارې د تثبیت شویو کورنیو حسابونو ته لېږدول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۴
Background image

افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه، ۲۶صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په لندن کې د افغان اید مؤسسې له مسئول ښاغلي کریستوفر ویلیام، په افغانستان کې د افغان اید له رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۲
Background image

کابل؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه زره (۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ. . .

BACK TO NEWS