په هرات کې ۲۷۲ زده‌کوونکو ته ښوونیز خدمات برابر شوي

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۱۲
هرات ولایت

 

سه شنبه، ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې اړوند د هرات ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز له لورې، د روان کال د تېرو درې میاشتو په موده کې، ۲۷۲ تنه زده‌کوونکي په مختلفو برخو کې لکه اسلامي زده‌کړې، سیرت‌النبي، لیک‌لوست، ریاضي، انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده‌کړو ته جذب شوي دي.
له دې ډلې ۱۲۴ تنه زده‌کوونکو خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او فارغ شوي، او ۱۴۸ تنه لا هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.
دغه ښوونیز فعالیت د ځوانانو ظرفیت لوړولو، د سواد کچې لوړولو او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام بلل کېږي.
د افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت مشرتابه ژمنه وکړه چې د دا ډول پروګرامونو له لارې به لا ډېرو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۵۷
Background image

پروان کې ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۴.۸ ټنه د خوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۴۶
Background image

پنجشېر او بامیانو کې پر ۶۰۰ بېوزلو او راستنو شوو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په پنجشېر کې پر ۳۰۰ بېوزلو کورنیو او په بامیانو کې پر ۳۰۰ بېوزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو په ټوله کې ۵۳.۴ ټنه د خوراکي توکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۷:۷
Background image

کونړ؛ له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره. . .

BACK TO NEWS