دافغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۴۰۰ کال له بودجې څخه مخ کتنه وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۲۰:۲۵
دافغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۴۰۰ کال له بودجې څخه مخ کتنه وشوه!

د بودجې د مخکتنې غونډه د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي پر۲۳ مه نیټه د افغاني سرې میاشتې تولنې د مرستیال او سرپرست ډاکټرمیرویس اکرم ، د سکرټرجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز، د سکرتر جنرال د مرستیالانو، د مرکزي دفتر او سیمه ایزو دفترونو ریسانو اومالي مسؤلانو، د نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د استازو او ملي ټولنې د یو شمېر نورو کاريشریکانو په ګډون د اطلاعاتو او خپرونو ریاست په تالار کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د مسؤلینو او مقاماتو د هراړخیزو ویناوو ترڅنګ د ملي ټولنې د ۱۳۹۹کال پر لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو اوهمدارنګه د ۱۴۰۰ کال د بودجې به اړه معلومات ورکړل شول. 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر میرویس اکرم په خبرو غونډه پیل او مېلمنو ته یې ښه راغلاست وویل، چې ورپسې د ملې ټولنې سکرترجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د بودجې پر ارزښت او همدارنګه د بودجې پر ترتیب او جوړښت هرارخیز مالومات ورکړل.

د ۱۳۹۹/۲۰۲۰ مالي کال د عوایېدو او لګښتونو ریپوټ او رهنمود (لارښود) د ملي ټولنې د مالي چارو ریاست له لوري وړاندې شو.

غونډه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ټولو خزاندار« خزاندار کل»  ښاغلي محمد نعیم دیندار له لوري جمع بندي او په دعایه پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS