تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۲۰:۲۱
خبر

تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

 نن چهارشنبه د شوال د میاشتې پر ۲۵مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې  پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو  ۱۵۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، الوګان، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۲ ورځو کې هم پر ۱۸،۰۰۰ تنو راستانه شویو کډوالو پاخه خواړه وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدماتو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه د مرکز او ولایتونو ۵۵ تنو روغتیاپالانو ته څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، د سکرتر جنرال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

دوشنبه، ٢٧ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۸:۱۱
Background image

کونړ؛ له زلزله ځپلو کورنیو سره دوه ویشت نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند په بېلابېلو کلیو کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره. . .

BACK TO NEWS