تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۹:۳۹
خبر

تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

 نن سه شنبه د شوال د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې  پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو  ۱۵۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، الوګان، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۴ ورځو کې هم پر ۶۰۰۰ تنو راستانه شویو کډوالو پاخه خواړه وېشل شوي دي.
دغه راز د مرکزي دفتر د ځوانانو او رضاکارانو  رئیس مولوي عارف الله منصور په عمري پنډغالي کې د رضاکارانو له فعالیتونو او د پخو خوړو له وېش  لیدنه وکړه او د رضاکارانو ستونزې یې واورېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS