غور ولايت کې ٧٦٦٣ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

غور ولايت کې ٧٦٦٣ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د غور ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢٤٨٤ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٦٠ تنو ټپیانو پانسمان، ٩٨٧ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٧٥٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٤٥٧ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٤٢٨ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٣٩٢ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.