خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ۱۹۱ راستنېدونکو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۵۶
خبر

خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ۱۹۱ راستنېدونکو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروې د سره صلیب په مالي ملاتړ د خوست ولایت د مرکز په ګډون په ۵ ولسوالیو ( مندوزيو، نادر شاه کوټ، تڼيو، ګربزو، عليشيرو)  کې له ۱۴۱ او د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې له ۵۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یوه بسته د مختلف النوعه غیر خوراکي توکو البسه، ۲ کمپلې، یوه د انساني کرامت او ۲ د روغتیا ساتنې بستې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS