د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۶:۲۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!
نن پنجشنبه د رمضان میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي مرستیالانو د افغاني سرې میاشتې له يو شمېر کاري شریکانو ( نړيوال فدراسيون، قطر، ترکيې، ډنمارک او ناروې ملي ټولنو) سره له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د برابرولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په خپلو څرګندونو کې د کاري شریکانو د غوره همغږۍ، اغېزمنو او اوږد مهاله همکاریو څخه مننه وکړه او له افغاني سرې میاشتې سره یې د ناچاره او بې وسه وګړو د لاسنیوي برخه کې د دوی مرستې مهمې وبللې. 
دا راز نوموړي له کاري شریکانو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو کورنیو له رارسېدو سره سم هغوی ته د پخو خوړو، د څښاک لپاره د اوبو برابرولو، خپلو سیمو ته د لېږد، سرپناه چمتو کولو او راتلونکي کې د هغوی د ځان بسياینې په موخه د ځينو مهمو پروګرامونو برابرولو غوښتنه وکړه. 
ورپسې کاري شریکانو په خپلو څرګندونو کې د ګډو فعاليتونو او خدماتو په ترسرکولو کې همغږي او همکاري اغېزمنه وګڼله او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو او ملاتړ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۹:۴۶
Background image

د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات کې د مالي تګلارې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري هرات ولایت کې د لویدیځ او سویل لویدیځ زونونو او اړوندو نمایندګیو ۱۷ تنو مالي مدیرانو ته د مالي تګلارې په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۹:۱۳
Background image

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په بدخشان کې پر ۴۵۹ اړمنو کورنیو ۴.۸ میلیونه افغانۍ ووېشلې

چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
 افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد او ارګو ولسوالۍ پر ۴۵۹ اړمنو کورنیو څلور میلیونه، اته سوه نولس زره او پنځه سوه (۴،۸۱۹،۵۰۰) افغانۍ نغدي مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بېل ګېټس بنسټ له مسؤولې سره د پولیو پر مخنیوي خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د بېل ګېټس بنسټ د آسیا لپاره د پولیو برخې له مسؤولې آغلې اناماریا سره په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي، د. . .

BACK TO NEWS