د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د میدان وردګ او غزني ولایتونو د نمایندګیو له چارو لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵۸
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د میدان وردګ او غزني ولایتونو د نمایندګیو له چارو لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د شعبان د میاشتې پر ۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د خپل کاري سفر په ترڅ کې د میدان وردګ او غزني ولایتونو د نمايندګيو له چارو  ليدنه او د اړونده مسٸولينو سره يې ناستې ترسره کړې.
په یادو لیدنو کې ښاغلي دلاور مسئولینو ته په خپلو کارونو کې له اخلاص او ایماندارۍ څخه په کار اخیستلو ټینګار وکړ او اړمنو، بې وزلو، بې سرپرسته او پېښځپلو هېوادوالو ته پر وخت د بشرپالو فعاليتونو ترسره کول يې د ټولو کارکوونکو اسلامي او انساني وجيبه وبلله.
 دا راز ښاغلي دلاور د اړونده مسٸولينو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ  يې ور کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS