د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په هرات ولايت کې د ترکيې د قنسل او د ياد هېواد د سرې مياشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په هرات ولايت کې د ترکيې د قنسل او د ياد هېواد د سرې مياشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه!

د رجب میاشتې پر ۹مه ماښام ناوخته، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هرات ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ له مسؤل ښاغلي سنان الهان او د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له مرستیال  ښاغلي محمد شکرو جان او د ترکیې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې  ټیکا له مشر سره ناسته ترسره کړه. 
یاده ناسته کې ښاغلي دلاور د ترکیې د سرې میاشتې همکاري او مرستې د بې وزلو او اړمنو افغانانو د لاسنیوي په برخه کې خورا اړينې او ارزښمتمنې يادې کړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د افغاني سرې مياشتې سره کیدونکې مرستې به په بشپړ شفافیت او روڼتیا تر مستحقو او اړمنو وګړو پر وخت ورسول شي.
همدا راز ښاغلي دلاور په هرات ولايت کې د روغتیایي مرکز، مرستون او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز د ودانيو د بیارغونې د مالي ملاتړ او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې د لسم ریل ګاډي د را رسېدنې په پار له دوى مننه وکړه او په ستونزمنو حالاتو کې يې  له افغاني سرې میاشتې سره د ترکیې دوست هېواد ملتیا او ملاتړ د قدر وړ ياد کړ.
ورپسې هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسؤل، د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال او د ترکیې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې  ټيکا مشر د افغاني سرې میاشتې بشرپال فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو څو د افغاني سرې میاشتې له لارې مرستې تر مستحقو افغانانو ورسوو او په راتلونکي کې یې د مرستو د پراختیا او دوام هيله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیکا؛ پر اړمنو مېرمنو درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ هغو مېرمنو چې د خوړو له کمښت سره مخ وې؛ په درېیم پړاو کې درې میلیونه افغانۍ نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

کابل؛ د مرکزي مرستون پخلنځی له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه، ۷ جمادي الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته د پخلنځي د بیارغونې چارې بشپړې او له ۳۴ قلمه بېلابېلو وسایلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۲
Background image

کونړ کې له ۷۵۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ۷۵۰ وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۸،۷۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

BACK TO NEWS