هلمند ولایت کې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۶:۲۵
خبر

هلمند ولایت کې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ٧مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره ۲۷.۵ ټنه د خوراکي توکو ترڅنګ د ۲۰۰۰ کمپلو مرسته هم ترسره شوه.

یاده مرسته چې د قطر هېواد په مالي همکارۍ چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي او ۴ کمپلې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS