هرات!
د ربیع الثاني پر ١٤مه، افغاني سرې مياشتې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوندو کلیو کې پر ٤٧ زلزله ځپلو کورنیو ٤٧ خيمې ووېشلې، چې هرې کورنۍ ته يوه خيمه ورسېدله.په ورته مهال يې د ګلران په ولسوالۍ کې ۱۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته ټولټال ۶۰۸ کمپلو مرسته وكړه، چې هرې کورنۍ ته يې ٤ کمپلې ورکړې.


