افغاني سره مياشت د پېښځپلو د لاسنيوې، د ناروغانو د درملنې او د بي سرپرسته وګړو د مرستې په موخه هر کال په ټول هېواد کې د تلې پر ۲۴مه د ځانګړې اونۍ د پیل په موخه پرانیست غونډې دایروي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۲:۳۶
افغاني سره مياشت د پېښځپلو د لاسنيوې، د ناروغانو د درملنې او د بي سرپرسته وګړو د مرستې په موخه هر کال په ټول هېواد کې د تلې پر ۲۴مه د ځانګړې اونۍ د پیل په موخه پرانیست غونډې دایروي!

افغاني سره مياشت د پېښځپلو د لاسنيوې، د ناروغانو د درملنې او د بي سرپرسته وګړو د مرستې په موخه هر کال په ټول هېواد کې د تلې پر ۲۴مه د ځانګړې اونۍ د پیل په موخه پرانیست غونډې دایروي. افغاني سرې میاشتې نن دوشنبه د ربیع الثاني پر لومړۍ نېټه د یاد هدف په موخه د هېواد په ځینو ولايتونو ( بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بدخشان، غزني، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، پروان، کاپیسا، پکتیکا او پکتیا) کې د دولت لوړ پوړه چارواکو، قومي مشرانو، مخورو او دیني علماو په ګډون پرانست غونډې دايرې شوې. د غونډو ګډونوالو ته د ځانګړې اونۍ په ویاړ د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس پیغامونه واورول شول، چې په کې له ګډونوالو او خیر پاله هېوادوالو غوښتنه وشوه؛ تر څو له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې ونه سپموي او تر خپل توانه له افغاني سرې میاشتې ملاتړ وکړي.دا راز په یادو غونډو کې دولتي چارواکو، قومي مخورو او دیني علماوو هم په خپلو څرکندونو کې له شتمنو او خیر پاله هېوادوالو غوښتنه وکړه؛ ترڅو د ځانګړې اونۍ په ورځو کې د افغاني سرې میاشتې له رضاکارانو د مرستې ټیکټونه وپیرې او د بېوزله او اړمنو ناروغانو په لاسنیوي کې سهیم شي.

kk

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS