د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۹
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر السفیر محمد علي بوهدمه او اجرایوي مدیر دوکتور محمد العسبلي سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې د اٌمورو د لا اغېزمنتوب او پرمختګ په اړه مشورې شریکې کړې او د افغانستان پر شته وضعیت او ستونزو یې خبرې وکړې. نوموړي غوښتنه وکړه چې د کمزورو او اړو اسلامي هېوادونو په اړه باید د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو نړیواله کمیټه خپل مسؤلیت ترسره کړي او باید د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د پرمختګ، یووالي او پیاوړتیا لپاره کار وکړي. د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې رئیس السفیر محمد علي بوهدمه د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سپارښتنې او مشورې ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې افغاني سره میاشت به د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو نړیواله کمیټه کې فعال او اغېزمن رول ولري. نوموړي غوښتنه وکړه چې افغاني سره میاشت دې دوی سره خپلې ستونزې، اړتیاوې او پروژې شریکې کړي؛ ترڅو دوی د یادو پروژو د تطبیق او د اړتیاو پوره کولو ته په اسلامي هېوادونو کې مرستندوی ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS